سمنګان ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره ناسته ترسره شوه
سمنګان ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره ناسته ترسره شوه
نن دوشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲٧مه، سمنګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د ولایتي څانګې په ریاست کې ددې خيريه ملي ټولنې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز، د مالي سرچینو د پراختیا د رئیس ښاغلي نور الحق یوسفي او د ولایتي مجامع د آمر مولوي ضیاء الرحمن صاحبزاده په شتون کې د ولایتي مجامع د غړو درې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د ولايتي مجامع غړو د خپلو ترسره کړو فعاليتونو راپورونه شريک کړل چې ورپسې د ناستې ګډونوالو ته د مرکزي پلاوي له لوري د ولايتي مجامع د چارو پر ارزښت، د ځانګړې اونۍ په ښه ډول ترسره کېدو او دې اونۍ کې د پلورل کېدونکو ټکټونو په تړاو عامه پوهاوی او بشپړ معلومات ورکړل شول.