د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار کې د یوه ثابت روغتون د احاطې د جوړښت ډبره کېښوده

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۴۱
افتتاح

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولت اباد سیمه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس د شاوخوا دوه نیم میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د وګړو له لوري ثابت روغتون ته پر وقف شوې ځمکه د احاطې د جوړښت ډبره کېښودل شوه.
د یاد روغتون د احاطې د ډبرې له ایښودو وړاندې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپلو څرګندونو کې وویل "افغاني سرې میاشتې په تېر یو کال کې د رواني ناروغانو د دوه نویو مرکزونه پر پرانیستلو سربېره ګڼ روغتیاي مرکزونه ایجاد کړل او هڅه کوو د رواني ناروغانو مرکزونه نور هم زیات کړو".
نوموړي وویل "زمونږ ګډ مسؤلیت دی، چې د ولس لاسنیوی وکړو؛ زمونږ دا خدمت به مو لومړی او وروستی نه وي، مونږ به هره سیمه کې له خپل وس سره سم د ملت خدمت کوو".
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "ترڅو چې ملت افغاني سرې میاشتې ته لاس ورنکړي، نو ممکنه نده چې افغاني سره میاشت دې په یوازې ځان د هېوادوالو لاسنیوی وکړي".
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې مننه وکړه، چې د دوی لاسنیوی یې وکړ او دوی ته یې روغتیایي مرکز منظور کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS