فراه!
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د توت مغل په سیمه کې ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې ویش پیل شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي او یو شمېر نور توکي شامل دي.
