هرات ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري پر ۵۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۰:۵۲
براي ۵۰۰ فاميل مستحق و نیازمند در ولایت هرات مساعدت صورت گرفت!

د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریزکال د حوت میاشتې پر ۲۹ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د هرات ولایت د شینډنډ زیرکوه ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري رالېږل شوې وه هرې کورنۍ ته په کې، ۴ کیلو اوړه، ۳ لیټره غوړي، ۹ کیلو وریژې، ۳ کیلو دال، ۱ کیلو بوره، ۱ کیلو لوبیا، ۱ کیلو دال نخود، ۹ پاکټه مکروني، ۱ قوطی روب او یوه کیلو خمیره شامل وو، د هرات ولایت د سرې میاشتې نماینده ګۍ د رییس ښاغلي مولوي فیاض، د ترکیې هېواد استازو، رضاکارانو او اړوندو کارکونکو په شتون کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شوه.

براي ۵۰۰ فاميل مستحق و نیازمند در ولایت هرات مساعدت صورت گرفت!

 

براي ۵۰۰ فاميل مستحق و نیازمند در ولایت هرات مساعدت صورت گرفت!

 

براي ۵۰۰ فاميل مستحق و نیازمند در ولایت هرات مساعدت صورت گرفت!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS