کونړ!
نن د صفر د مياشتې په ۱۷ مه، افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ مقام د غونډو په تالار کې عامه وګړو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډه ترسره کړه. د غونډې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې او بنسټیزو اصولو، نښان،اوه ګونې اصول د اسلام له نظره، او د افغاني سرې میاشتې بشرپاله خدمتونو په اړه معلومات ورکړل شول. په پاې کې پر ګډونوالو یو شمیر نشراتي توکي وویشل شول.