هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه
شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ په موخه ۱ ترپال، ۴ شړۍ او ۳ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د پېښو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي او کاري مسؤولیت ګڼي.
