کونړ کې پر اړمنو کورنیو اووه دېرش نیم میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
سې شنبه، ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۵۰۰ اغېزمنو شوو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په ټوله کې اووه دېرش میلیونه او پنځه سوه زره (۳۷،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
