کونړ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د زلزله ځپلو لپاره له جوړ شوي پنډغالي لیدنه وکړه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۷:۴۵
کونړ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د زلزله ځپلو لپاره له جوړ شوي پنډغالي لیدنه وکړه

یکشنبه، ۱۲ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
لیدنه کې ښاغلي مرستيال، پنډغالي کې د زلزله ځپلو لپاره کې د نصب شوو خېمو، پخو خوړو ، د څښاک اوبو رسولو، روغتیایي او نورو بشري مرستو د وېش بهير له نږدې و ارزوه.
 نوموړي له زلزله ځپلو کورنیو سره خبرې وکړې او د هغوی د ستونزو د اورېدلو ترڅنګ یې خپله خواخوږي هم څرګنده کړه.  
ښاغلي عزیز الرحمن وویل: افغاني سره میاشت به د زلزله‌ ځپلو تر څنګ د هر ډول بشري خدمتونو  لپاره ولاړه وي او د دوی هر ډول ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کوي.
په ورته مهال، ښاغلي مرستيال له ۱۶۱ زلزله ځپلو کورنيو سره د برېښنايي اسانتياوو برابرولو په موخه د لمريزې برښنا اړوند ۷ قلمه توکو د وېش پروګرام کې هم ګډون وکړ، چې په کې هرې کورنۍ ته یو سولري تخته، بطرۍ، باد پکه، کنټرولر، لس متره برقي تار، ۳ بوتله تېزاب او دوه څراغونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS