کندوز!

د کندز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیاپال په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمات ترسره کوي. په تېره یوه اونۍ کې یاد ګرځند روغتیاپال ټیم د ۳۶۳ ناروغانو کتنه کړې او وړیا درمل یې ورکړي. چې ۱۳۱ ماشومانو او ۶۳ ښځو ته یې واکسین تطبیق کړي. ۱۳ ټپیان یې پانسمان کړي او ۵۵۹ ناروغانو ته یې روغتیایي معلومات وړاندې کړي. د یاد روغتیایي ټیم قابلې هم ۷۳ ښځو ته خدمات ترسره کړی، ۳۳ نورو ته یې روغتیایي مشورې او ۵۰ نورو ته یې د کورنۍ د تنظیم اړوند توصیه او وړیا درمل ورکړي.

