کندز!

افغاني سره میاشت تل په دې هڅه کې ده؛ ترڅو د هېواد په هره برخه کې هېوادوالو ته وړیا روغتیایي خدمات ترسره او د اړمنو لاسنیوی وکړي، د همدې موخې په پار افغاني سرې میاشتې په نورو ولایتونو سربېره د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم هېوادوالو ته د روغتیایي خدماتو ترسره کولو په موخه ګرځند روغتیايي ټیم رامنځ ته کړی دی، یاد روغتیایي ټیم په تېره یوه اونۍ کې ټولټال (۱۷۴۷) وګړو ته بېلابېل روغتیایي خدمات وړاندې کړي، په ترسره شویو خدماتو کې ۴۷۵ تنه د سراپا خدمات او درمل ورکړل شوي، ۱۹۱ تنه ماشومانو او ښځو ته واکسین تطبیق شوی،۱۰ تنه ټپیان پاسمان شوي، ۱۴۵ تنه امیدوارو ښځو ته له زېږون وړاندې او وروسته د روغتیا ساتنې اړوند روغتیایي مشورې ورکړل شوي، د خوارځواکۍ د نښو لرونکي ۸۵ ماشومان کتل شوي، چې ۳ تنه یې په خوارځواکۍ اخته پېژندل شوي او لازم درمل او خواړه ورکړل شوي دي.د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو روغتیایي خدماتو سربېره ۹۴۱ ناروغانو او مراجعینو ته د موسمي ناروغیو د مخنیوي، شخصي او چاپیریالي روغتیا ساتنې او واکسین د ګټې اړوند لازم معلومات هم ورکړل شوي دي.