کابل ولایت کې ۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو د وبش لړۍ پیل شوه!
نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۵مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د بیلابیلو ناحیو بې سرپرسته او اړمنو ۸۰۰ کورنیو له ډلې ۲۰۰ کو نیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د المان د سولې کلي موسسې له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وريژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۷ کیلو نخود، ۷ کیلو دال مټر،۲ کیلو مالګه او ۵ کیلو بوره شامل وو.
د یادونې وړ ده، چې پاتې ۶۰۰ کورنیو ته به په راتلونکي درې ورځو کې یاده مرسته ووېشل شي.
