کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو ۳۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د کابل ولایت د سرې میاشتې نمایندګۍ په انگړ کې د خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې د سرپرست مرستيال ښاغلی ملا نور الدين "ترابي" د مرکزي زون رییس ښاغلی مولوی حیات الله"صافی" د کابل څانګې رییس مولوي عبد الله حماد ، د ملک سلمان خیریه بنست استازی قاری نور زمان شرافت، د کابل سرې مياشتې یو شمېرکارکونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۴۰کیلو اوړه ، ۵ کیلو وريجې، ۴ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو دال نخود،، ۵ لېټره غوړي او ۲ کیلو بوره شامله وه وویشل شول.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابی د مرستو د وېش پر مهال د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د شوې مرستې مننه وکړه او د یاد هېواد له استازو څخه یې و غوښتل، چې دا مرستې لا زیاتې او ګړندۍ کړي تر څو وکولای شو پدې سختو شرایطو کې د بېوزله هېواد والو لاسنیوی وکړو.
ورپسې د ملک سلمان خیریه بنسټ استازی قاری نور زمان شرافت په خپلو خبرو کې مرسته خپله وجیبه وګڼله او وویل، چی مونږ هڅه کوو ،ترڅو خپلی مرستې لا زیاتې او د بېوزله هیوادوالو لاسنیوي په موخه به دا لړۍ همداسې دوامداره ساتو .