کابل استازولۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۲۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب(حوت) میاشتې پر ۱۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د ترکیې هېواد دشین هلال نړیوال خیریه بنسټ له لوري رالېږل شوې غیر خوراکي توکو مرسته د کابل نمایندګۍ په انګړ کې په ۲۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو، چې دوه بستې ژمنۍ البسه په کې شامله وه، د سرې میاشتې استازولۍ د رییس ښاغلي مولوي عبدالله" حماد" د یاد بنسټ رییس ښاغلي لبنت رجب استرک، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه. د نمایندګۍ رییس د یادې مرستې له کولو مننه وکړه او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې ترې وکړه، چې د اوړند پلاوي له لوري د بشپړې همکارۍ او نورو ورته مرستو ډاډ وکړشو.