کابل؛ پر ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۸:۵۷
کابل؛ پر ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار په ۲۱ مه ناحیه کې د ژمي له سړې هوا د ځان ساتنې په موخه پر ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د مرستونونو د رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهرمند په حضور کې مستحقو کورنیو ته ورکړل شوه.
د مرستې د وېش پر مهال عمومي رئیس وویل، افغاني سره میاشت هڅه کوي، له بې‌ وزله راستنو شوو او اړمنو کورنیو سره د هغوی اړتیاوو ته په کتو بشري مرستې ترسره کړي؛ څو وکولای شي د ژمي له سړې هوا او بېلابېلو ناروغیو څخه ځانونه خوندي وساتي.
نوموړي دغه مرسته د راستنو شوو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کېدو برخه کې مهمه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې راتلونکي کې به هم د خپلو همکارو بنسټونو په ملاتړ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره بشري مرستې ترسره شي.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابې، پړوني او نوره اړینه ژمنۍ البسه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۷:۷
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې او روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د زابل د ولایتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۳:۱۵
Background image

بلخ؛ ۱۵۳۰ کاریګرو ته د نږدې اته میلیونه افغانیو د مزد د ورکړې لړۍ پیل شوه

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په کشنده، شولګره، البرز او مارمل ولسوالیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۳۰ تنو مسلکي او غیرمسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۸
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د تخار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۰۲۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS