بلخ؛ ۱۵۳۰ کاریګرو ته د نږدې اته میلیونه افغانیو د مزد د ورکړې لړۍ پیل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۳:۱۵
B

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په کشنده، شولګره، البرز او مارمل ولسوالیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۳۰ تنو مسلکي او غیرمسلکي کاریګرو ته د ۷ میلیونه، ۷۵۰ زره او ۲۵۰ افغانیو د مزد د ورکړې لړۍ پیل شوه.

د دې لړۍ په لومړي پړاو کې د کشندې ولسوالۍ ۴۸۶ تنو کاریګرو ته ۲ میلیونه، ۵۰۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې. ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو ورځو کې به د شولګرې، البرز او مارمل ولسوالیو پاتې کاریګرو ته هم د دوی مزد ورکړل شي.

یادو کاریګرو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې په یادو ولسوالیو کې د پاکو اوبو د ۵۱۰ حلقو کندو د بیارغونې چارې بشپړې کړې، چې ورسره به د سیمې د اوسېدونکو د پاکو اوبو د لاسرسي ستونزې تر ډېره هوارې شي.

دغه پروژه د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ پلې شوې، چې موخه یې د کار په بدل کې د نغدو پیسو له لارې د اړمنو کورنیو د معیشت ملاتړ او د بنسټیزو تاسیساتو بیارغونه ده.

افغاني سره میاشت د ورته پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا ترڅنګ، د هېوادوالو د خودکفايۍ او د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره دوامداره هڅې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۹:۰
Background image

بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۵۷
Background image

پروان؛ یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرستون کې یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

په دغې مرستې کې شپږ کمپلې، شپږ توشکې، شپږ. . .

BACK TO NEWS