کابل؛ له سوال کولو څخه د مخنیوي په موخه له ۸۷ بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل مرکزي مرستون کې له ۸۷ بېرونیو مشمولینو (بېوزله او سوالګرو) کورنیو سره څلور سوه او دیارلس زره (۴۱۳،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې موخه يې د اقتصادي ستونزو کمول، په راتلونکي کې له سوال کولو څخه د مخنیوي او د لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي
د مرستې د وېش پر مهال د مرکزي مرستون رئیس ښاغلي مولوي سيد احمد بهرمند د مرستې د وېش په اړه د بشپړ عدالت او شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت په ټول توان سره د اړمنو لاسنیوی کوي او د دوی د ستونزو حل یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.
په مرسته کې د کورنيو د غړو شمېر ته په کتو ځينو کورنيو ته ۵۰۰۰، ځينو ته ۴۰۰۰ او يو شمېر نورو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
له دې وروسته به یادې کورنۍ هره میاشت خپلې نغدي مرستې د بانکي حسابونو له لارې ترلاسه کوي.