کابل؛ د سرې میاشتې د پېنګ پانګ لوبډلې په ګډون د لس لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۳
کابل؛ د سرې میاشتې د پېنګ پانګ لوبډلې په ګډون د لس لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست اړوند پېنګ پانګ لوبډلې په ګډون د پلازمېنې کابل په ملي جمنازیم کې د یو شمېر ادارو او شرکتونو د لس لوبډلو ترمنځ ۱۴م پړاو سیالۍ د دې ادارې د سپورت او بدني روزنې د آمر ښاغلي جاوید شرفي په شتون کې پیل شوې.
د سیالیو په پرانیست غونډه کې ښاغلي شرفي وویل، چې د دې سیالیو د دایرولو موخه د سپورتي فعالیتونو له لارې هېوادوالو ته د افغاني سرې میاشتې بشري، روغتیايي او ټولنیز خدمتونه ورپېژندل دي. نوموړي زیاته کړه چې سپورت نه یوازې د ځوانانو د فزیکي او ذهني پیاوړتیا لامل ګرځي بلکې د همغږۍ، ورورولۍ او مثبت فکر د ودې لپاره هم مهم رول لري. هغه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د سرې میاشتې اداره به تل د سالمو سپورتي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي. یادې سیالۍ چې په ملي جمنازیم کې په پام کې نیول شوي، ۳ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS