پکتیکا
نن دوشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۸مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت ډیلې ولسوالۍ کې د ۴۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې ترسره شوه. یاده سروې د Cobocollect پرمختللي سیستم په مټ ترسره شوه چې سروې شویو ۳۰۰ کورنیو ته به په نږدې راتلونکي کې د پاړه چنار خلکو لخوا مرسته شوي توکي او ۱۰۰ نورو کورنیو ته د ترکیې هیواد AFAD ادارې لخوا مرسته شوي خوراکي توکي وویشل شي.