پکتیا کې د ورښتونو له امله ۳ زیانمنو شوو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۲:۲۹
پکتیا کې د ورښتونو له امله ۳ زیانمنو شوو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه

دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ اړوند په کوټ سیمه کې افغاني سرې میاشتې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ۳ زیانمنو شوو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د اړمنو، پېښځپلو او بېځایه شوو هېوادوالو د باور او ملاتړ سرچینه ده، چې د بشري مرستو له لارې هڅه کوي، څو د بېوزله کورنیو د ژوند اساسي اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS