کابل؛ د نورستان سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر همغږۍ له کاري شریکانو سره ناسته وشوه
سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح الله عبدالسلام، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکیې او قطر سرو میاشتو او د ډنمارک او ناروې د سره صلیبونو له استازو سره د نورستان ولایت سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د همغږۍ او چمتووالي په موخه ګډه ناسته وکړه.
په ناسته کې د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو او د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې شول. د افغاني سرې میاشتې عملیاتي مرستیال وویل، دې ادارې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې، خو د اړتیاوو د زياتوالي له امله د کاري شریکانو همکاري اړینه ده.
هغه له کاري شریکانو وغوښتل چې د لومړنیو مرستو، درملو، پخو خوړو، د څښاک پاکو اوبو او نورو اړینو بشري توکو د برابرولو په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري وکړي.
کاري شریکانو د افغاني سرې میاشتې د چټک غبرګون او بشري خدمتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د نورستان سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د درملو، روغتیايي تجهیزاتو، خوراکي او غیرخوراکي توکو او نورو اړینو بشري مرستو په برابرولو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د کورنیو او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی بېړنیو اړتیاوو ته اغېزناک ځواب ووايي.
