پکتیا کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۵:۸
پکتیا کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه، چې موخه یې د ۲۹۲ مترو په اندازه د کانالونو کیندل، د ۳۸ کارېزونو پاک کاري، د ۳۱ مترو په اندازه د اساسي او معیاري سیفون او درې پلچکونو جوړول وو؛ د یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړه او رغنیزې چارې يې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې پروژه کې ۱۲۵ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې په کې هر مسلکي کارګر ته په ورځني ډول ۸۰۰ او هر غیر مسلکي کارګر ته په ورځني ډول ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۵:۳۲
Background image

سرپل کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې

پنجشنبه، ۲۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۱
Background image

دايکندي؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دايکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٨٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

BACK TO NEWS