پکتیا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

پکتیا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن جمعه د رمضان د میاشتې پر ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ له ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱۷.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴۴.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه؛ ورکړل شول.