نيمروز؛ د زرګونو اړمنو هېوادوالو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
دوشنبه، ٢۶ جمادى الأولى ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نيمروز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٧٧٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣٤٣٦ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
