هلمند
د اړمنو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتې له سترو موخو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو نن جمعه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۵مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د هلمند ولایت د ښار په ۶مه او ۷مه حوزه کې ۲۲۶ سروې شویو سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه شامل وو.