هرات؛ ۵۰ اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زندهجان ولسوالیو کې ۵۰ اړمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او ځان بسیاینې لپاره ۳۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۶ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
تمه ده، دغه نغدي مرسته به د کوچنیو عایداتي فعالیتونو له لارې د یادو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او د عاید دوامدارې سرچینې برابرې کړي.
افغاني سره میاشت د معیشتي ملاتړ پروګرامونو له لارې هڅه کوي راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.
