نن چهارشنبه د صفر د مياشتې پر ۲۰مه پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۹:۲۸
نن چهارشنبه د صفر د مياشتې پر ۲۰مه پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه!

نن چهارشنبه د صفر د مياشتې پر ۲۰مه پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځه د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه ناستې ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته د وینا پر مهال د ښه راغلاست وروسته وويل "موږ ټول يو ملت يو، د هېواد په هر ګوټ کې چې هر هېوادوال ته تکليف او درد ورسېږي موږ هم ورسره د تکليف او درد احساس کوو". نوموړي وويل "د ولايتي ټولنو د ايجاد ګام مو ځکه واخيست ترڅو د ریښتينو اړمنو وګړو غږ واورو او د مرستې لاس وروغځوو". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ولايتي ټولنو نويو اعضاو ته په خطاب کې وويل "ستاسو همکارۍ ته پوره اړتيا ده، چې واقعي اړمن وګړي را په ګوته کړئ، د ولس غږ تر مونږ را ورسوئ او خپله ايماني او اخلاقي وجيبه ادا کړئ". نوموړي وويل "موږ رخصتي نه کوو، هميشه زموږ دروازې ستاسې پر مخ پرانیستې دي، هر وخت کولی شئ د ولس ستونزې تر مونږ را ورسوئ". ښاغلي خالص وويل "موږ د ولس ضرورتونه او مشکلات درک کوو او کوښښ کوو حل لارې ورته ولټوو، افغاني سرې مياشتې ته چې هر څه راځي د ولس دي او موږ به يې تر ولس ورسوو". نوموړي وويل "د مرستو په وېش کې موږ هېڅکله تبعيض نه کوو او د هېواد هر وګړي ته پرته له تفاوت خپلې مرستې رسوو. موږ د عاجلو مرستو په اړه له نړيوالو سره په خبرو بوخت يو؛ ترڅو اړمن ولس ته د کار فرصتونه برابر کړو او په خپلو پښو ودرېږي".111

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS