ننګرهار ولایت کې ۷۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

د سې شنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د ذوالقعدې پر ۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې د تیرو مرستو پر دوام یو ځل بیا د نړیوال فدراسیون په مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې ۷۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته ۸ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په وېشل شوې مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، یوه کیلو چای، ۲ پاکټه مالګه او یو پاکټ بي پي پېنځه بیسکیټ شامل وو.


