د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د المان سولې کلي بنسټ له مسٸولينو سره د نويو پروژو د پيل په اړه خبرې وکړې

کابل – سې شنبه، ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مرکزي دفتر کې د آلمان د سولې کلي خیریه بنسټ له مشرې آغلې بیرګېټ سټېپټر، د اړیکو او همغږۍ مسؤلې آغلې کلاودیا پپمولر او مل پلاوي سره د طبېعي پېښو له امله د زیانمنو شویو وګړو ، بې سرپرسته کورنيو د لاسنیوي او ځان بساینې برخه کې د نویو پروژو د پيل په تړاو وکتل.
ښاغلي دلاور د ياد بنسټ له لوري په اور سخت سوځېدليو او ميکروبي هډوکو لرونکو ناروغانو د درملنې په برخه کې د مرستو قدرداني وکړه او د بشري همکاريو د پراخېدو غوښتنه یې وکړه.
همدا راز سرپرست عمومي رئیس دوى ته د بشرپالو پروژو د تطبيق برخه کې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ هم ورکړ.
راغلي پلاوي د مخکينيو پروژو په تطبيق کې د افغاني سرې میاشتې له همکارۍ مننه وکړه او د پېښځپلو د درملنې په موخه د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د برابرولو، بې سرپرسته کورنيو ته د ځانبساینې پروګرامونو، او نورو بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه.