ننګرهار؛ ۶۷۵ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۸:۳
ننګرهار؛ ۶۷۵ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۷ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، د مرکز جلال‌اباد ښار د بېلابېلو سیمو پر هغو ۶۷۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې، چې په وروستیو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې وې.
د یادو کورنیو له ډلې ۴۵۰ هغو ته د حفظ‌الصحې او ۲۲۵ نورو کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې، څو د دوی د روغتیايي اړتیاوو یوه برخه پوره او بېړنیو ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
یادې بستې د حفظ‌الصحې اړین توکي لري، چې موخه یې د ناروغیو مخنیوی، د عامې روغتیا ساتنه او د راستنو شوو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي.
افغاني سره مياشت د راستنو شوو کډوالو لاسنیوي او ملاتړ ته بشپړه ژمنتيا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS