لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي
پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او ۴۸۴ تنو ته د مور او ماشوم خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز په یاده موده کې ۱۰۱۰۳ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو سربېره ګڼو هېوادوالو ته د کورنۍ د تنظیم خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
