لوګر:

د هېواد د ګڼو ولایتونو په څېر لوګر ولایت کې هم وروستیو ورښتونو یو شمېر هېوادوالو ته زیانونه اړولي. په همدې تړاو نن د ذوالحجې پر ۹مه د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانې په کلي کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۲ خیمو، ۸۴ کمپلو، ۱۲ ترپالونو، ۲۴ د اوبو د بوشکو او هرې کورنۍ ته د پخلنځي د ۱۳ عدده توکو مرسته ورکړل شوه.
