لغمان؛ د پېښو مدیریت په اړه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۷:۱۷
لغمان؛ د پېښو مدیریت په اړه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

یکشنبه، ۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په نماینده‌ګۍ کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو پکې ګډون درلود؛ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د طبیعي او غیر طبیعي پیښو پر مهال د اغېزمن غبرګون، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستو د څرنګوالي او د نغدي مرستو د شفاف وېش او خوندي انتقال په برخه کې په عملي او نظري بڼه مفصل معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS