سرپل کې له سېلاب ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه
پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته، چې د پېښې له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو؛ دېرش زره افغانۍ (۳۰،۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته د بېړني لاسنیوي او د اساسي ستونزو د کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال د هېوادوالو د ژغورنې او مرستې لپاره تر هر چا مخکې ځان رسوي او د اغېزمنو کسانو د خدمت او لاسنیوي چارې په منظم، چټک او اغېزناک ډول پر مخ وړي.
