سرپرست عمومي رئیس، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول سره کډوالو ته د بېړنیو مرستو په اړه وکتل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۱۳
سرپرست عمومي رئیس، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول سره کډوالو ته د بېړنیو مرستو په اړه وکتل

 

دوشنبه، ۲۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي سمیع الفخوري او مل پلاوي سره راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو د جلب په موخه وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون د تېرو مرستو مننه وکړه او د کډوالو لاسنيوى يې د ټولو نړيوالو خيريه بنسټونو ګډ مسٸوليت وباله او غوښتنه يې وکړه څو په دې بېړني حالت کې له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو د بېرته راتګ برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.

همدا راز ښاغلي دلاور زياته کړه چې افغاني سرې میاشتې د راستنېدونکو کډوالو لپاره په جوړو شوو پنډغالو کې د هغوی ستونزو د حل په موخه د اوبو، پخو خوړو او روغتیا برخه کې پوره تدابیر نیولي خو د خدماتو د پراختيا لپاره دې بيا هم همکار خیریه بنسټونه د سرې مياشتې ملاتړ وکړي.

د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسئول د افغاني سرې میاشتې له لوري کډوالو ته ترسره کېدونکي خدمات مهم یاد کړل او زیاته یې کړه: " موږ هڅه کوو ترڅو نږدې ورځو کې په هرات او نیمروز ولایتونو کې د کډوالو لپاره د جوړو شویو لنډمهاله پنډغالو د حالت له نږدې ارزونه وکړو، هغه ستونزې او نیمګړتیاوې چې موجودې وي، د هغو د هواري په موخه کوښښ کوو له نورو کاري شریکانو سره همغږي او د مرستو راجلبولو په پار ناستې ولرو. "

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د آلمان سولې کلي بنسټ: ۲۱۴ ناروغان په افغانستان او آلمان کې تر درملنې لاندې نيول کېږي

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په مرکزي دفتر کې د المان سولې کلي خیریه بنسټ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

کابل؛ د ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو لپاره داوطلبي ترسره شوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست د ټاکل شوې نمونې او تخنیکي مشخصاتو له مخې، د دې ادارې په نښان د سمبال ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۵۸
Background image

پکتیکا؛ پر ۳۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان، برمل او سروبي ولسوالیو کې پر ۳۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS