زابل ولایت کې ۲۲۸ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې!

زابل ولایت کې ۲۲۸ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې!
افغاني سرې میاشتې د تېرو ۳ میاشتو په اوږدو کې زابل ولایت کې د خپل ښوونیز مرکز له لارې ۲۲۸ هغو زده کوونکو ته، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې یې د فیس ورکولو توان نه درلود؛ د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.