میدان وردګ؛ د ورښتونو له امله ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۴
M

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.

همدارنګه، له دغو کورنیو څخه هغو ۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، یوه یوه خېمه هم ورکړل شوه.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت مرستې رسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS