د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د ۸۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو سروې پای ته ورسېده!
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ۸۰۰ کورنیو ته د ترکیې هېواد د څلورمې دورې د مرستو د لړۍ په دوام د افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د نمایندګۍ د درې ټیمونو په مټ د ربیع الاول پر ۳مه د اړمنو کورنيو سروې پیل او پر ۷مه نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
چې یادو تثبیت او سروې شویو کورنیو ته به ډېر ژر د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ووېشل شي.
