جوزجان کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په جوزجان ولایت کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره دوه قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال او څلور کمپلې ورکړل شوې.
