د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هلال اسلامي نړیوالې کمېټې له ځانګړي استازي عمرتاشلي سره وکتل!
نن یکشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر ۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هلال اسلامي نړیوالې کمېټې له ځانګړي استازي ښاغلي عمر تاشلي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په پیل کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ یې د هغوی له پخوانیو مرستو، چې له افغاني سرې میاشتې سره یې ترسره کړي مننه وکړه.
همداراز یې د هر ډول پروژو او پلانونو د پلي کولو په برخه کې، چې په پام کې یې لري د باظرفیته او پیاوړو کارکوونکو په مټ په بشپړ شفافیت سره ډاډ ورکړ.
په مقابل کې د هلال اسلامي نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي عمرتاشلي وویل، مونږ په پلان کې لرو چې د ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې پلې او په کار واچوو او په دې برخه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې همکارۍ ته په تمه یو او همداراز د افغاني سرې میاشتې له اوسنۍ رهبرۍ څخه، چې مرستې په پوره شفافیت او سرعت سره سرته رسوي له همکاریو ډاډ من یو .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص یو ځل بیا د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ .
په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د همکارۍ دوه اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شو.