د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره دخدیجه الکبری ویلفر ترست خیریه بنسټ مرسته!
د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۱۰ مه د خدیجه الکبری ویلفیر ترست خیریه بنسټ له لوري له خوراکي او غیر خوراکي توکو بار ۴ هینو لارۍ مرسته په تورخم بندر کې د ختیځ سیمه ییز زون رییس ښاغلي مولوي میاحفیظ الدین قمري او ورسره مل پلاوی ته وسپارل شوه. په پام کې ده یاده مرسته دافغاني سرې میاشتې له لوري په اړمنو او بېوزلو کورنیو ووېشل شي.