د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د افغاني سرې میاشتې د سیمه ییزو ریاستونو له رییسانو سره د فعالیتونو د لا ګړندیتوب، پرمختګ او اسانتیا په اړه په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د سیمه ییزو ریاستونو پر رییسانو ټینګار وکړ، چې فعالیتونه چټک او پر وخت ترسره کړي او هم شته ستونزې شیبه پر شیبه له مرکز سره شریکې کړي. ښاغلي ملا نورالدین ترابي په دې ناسته کې ګډون کوونکو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
