د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي افغانستان کې د نړیوال غورځنګ له مشر سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۴:۲۶
الحاج ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین اللملی در افغانستان دیدار نمود!

نن د یکشنبې په ورځ د ذوالقعدې پر ۲۳مه د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي افغانستان کې د نړیوال غورځنګ له مشر نیسفوړ سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

د ناستې پر مهال الحاج ملا نورالدین ترابي وویل دوی غواړي د مرستو په ویش کې بیړه وشي او د ښاري سیمو په پرتله په کلیوالي سیمو کې ډېرې مرستې وویشي. نوموړي وویل د قراردادیانو په اړه شته ستونزې دې زر حل شي او اخیستل شوي توکي دې په ګودامونو کې ډېر نه ساتل کېږي.

په ناسته کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې له دې وروسته دې د خوراکي او غیر خوراکی توکو پر ځای نغدي مرسته ویشل زیات شي، ځکه په دې سره به د توکو د رسولو په لاره کې پراته خنډونه شتون ونه لري.

افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر نیسفوړ ژمنه وکړه، چې ډېر زر به د افغانستان په بازارونو کې ۲۶۰۰۰ کورنیو ته مرسته وپیري او د ویش لړۍ به یې پیل شي.

 

الحاج ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین اللملی در افغانستان دیدار نمود!

 

الحاج ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین اللملی در افغانستان دیدار نمود!

 

الحاج ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین اللملی در افغانستان دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS