د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ د ۱۴ کورنیو سیلاب ځپلو سره د ۴ څلور قمله غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
نن سه شنبه د صفر د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې له ۱۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۴ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۱ سیټ د پخلنځي توکي، ۵ کمپلې او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
همدا راز د یادو کورنیو له جملې له ۲ کورنیو سره د ۲ خېمو مرسته هم ترسره شوه.