د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب له رئیس او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه!
د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادي الاول پر ۲۰مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب له رئيس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. ناسته کې د روغتیا په برخه کې د بشري خدمتونو په وړاندې کولو او د افغاني سرې میاشتې او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په اړه د هوکړه لیک پر لاسلیکولو بحث ترسره شو. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رامنځته کولو اصلي موخه په هېواد کې اړمنو او پېښځپلو وګړو ته د بشرپالو خدمتونو وړاندې کول دي، نوموړي زیاته کړه، افغاني سرې میاشتې د روان کال له پیله تر دامهاله په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۴۶۱ تنه ماشومان تداوي کړي، چې د هر ناروغ د ناروغۍ وخامت ته په کتو له ۷۵۰ نیولې تر ۲۳۵۰ امریکایی ډالرو لګښت راځي، چې ټول د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. نوموړي په خپلو خبرو کې په کندهار کې د هغو ۳۰۰ رواني ناروغانو یادونه هم وکړه، چې د سوري زړه د ناروغانو سربېره د افغاني سرې میاشتې تر روغتیایي څارنې لاندې دي، نوموړي وویل: مونږ پلان لرو، چې د هېواد په کچه داسې یو سمبال روغتون رامنځ ته کړو، چې وکولای شي ګاونډیو هېوادونو ته له تللو پرته د اړمنو او بېوزله هېوادوالو روغتیایي اړتیاوې پوره کړي. چې لومړني کارونه یې تقریباً په وروستي پړاو کې دي او د قانوني بهیر له بشپړولو وروسته به ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي. په مقابل کې د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس وویل: عامې روغتیا وزارت غواړي له افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو روغتیایي څانګو کې همکار اوسي، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: په مخدره توکو د روږدو وګړو د درملنې لپاره کافي امکانات نه لرو او مرستې ته اړتیا لرو. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل: افغاني سره میاشت یوه خیریه خپلواکه ټولنه او تر خپلې وسې پورې د اړمنو او پېښځپلو په خدمت کې ده. نوموړي زیاته کړه: افغاني سرې میاشتې د یوه خپلواک، ناپلوي او بشرپال خیریه بنسټ په توګه له نورو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره يوځای د پېښځلو او اړمنو لاسنیوی کړی او په راتلونکي کې به هم ورته بشري کړنو ته دوام ورکوي.
