د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان  د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۸:۵۴

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان  د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر ښاغلي الحاج محمد علي اخلاقي، مرستيالانو او غړو سره د يو لړ موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس دوى ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په خپلو څرګندونو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ياد کړ او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې خپلواکې او ملي بشرپالې ټولنې په توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د  ټولو هېوادوالو لپاره خپل خيرپاله، روغتيايي او ښوونيز خدمات د هر ډول تبعيض پرته سرته رسوي.

ورپسې د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون مشر په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې بشرپال خدمات او فعاليتونه وستايل او د اړمنو، بې وزلو، پېښځپلو او ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې يې د سرې مياشتې فعاليتونه او خدمات د قدر وړ او اغيزمن ياد کړل. دا راز د کميسون د يو غړي له لوري په بلخ ولايت کې افغاني سرې مياشتې ته د يوه روغتيايي کلينيک د جوړېدو په پار د وقف شوې ځمکې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د دوى له لوري د اړمنو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو ځينې وړانديزونه هم شريک شول چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د هر راز همکارۍ  ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS