د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!
نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر ښاغلي الحاج محمد علي اخلاقي، مرستيالانو او غړو سره د يو لړ موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس دوى ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په خپلو څرګندونو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ياد کړ او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې خپلواکې او ملي بشرپالې ټولنې په توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټولو هېوادوالو لپاره خپل خيرپاله، روغتيايي او ښوونيز خدمات د هر ډول تبعيض پرته سرته رسوي.
ورپسې د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون مشر په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې بشرپال خدمات او فعاليتونه وستايل او د اړمنو، بې وزلو، پېښځپلو او ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې يې د سرې مياشتې فعاليتونه او خدمات د قدر وړ او اغيزمن ياد کړل. دا راز د کميسون د يو غړي له لوري په بلخ ولايت کې افغاني سرې مياشتې ته د يوه روغتيايي کلينيک د جوړېدو په پار د وقف شوې ځمکې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د دوى له لوري د اړمنو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو ځينې وړانديزونه هم شريک شول چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.