د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۹
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر السفیر محمد علي بوهدمه او اجرایوي مدیر دوکتور محمد العسبلي سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې د اٌمورو د لا اغېزمنتوب او پرمختګ په اړه مشورې شریکې کړې او د افغانستان پر شته وضعیت او ستونزو یې خبرې وکړې. نوموړي غوښتنه وکړه چې د کمزورو او اړو اسلامي هېوادونو په اړه باید د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو نړیواله کمیټه خپل مسؤلیت ترسره کړي او باید د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د پرمختګ، یووالي او پیاوړتیا لپاره کار وکړي. د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې رئیس السفیر محمد علي بوهدمه د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سپارښتنې او مشورې ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې افغاني سره میاشت به د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو نړیواله کمیټه کې فعال او اغېزمن رول ولري. نوموړي غوښتنه وکړه چې افغاني سره میاشت دې دوی سره خپلې ستونزې، اړتیاوې او پروژې شریکې کړي؛ ترڅو دوی د یادو پروژو د تطبیق او د اړتیاو پوره کولو ته په اسلامي هېوادونو کې مرستندوی ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چارو ادارې له لوی رئیس سره د بشري همکاریو په اړه وکتل

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له لوی رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث نورالحق انور او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۸:۴۰
Background image

کابل؛ کارکوونکو ته د ختیځ زون د زلزلې له عملیاتو څخه د زده شویو تجربو په اړه ورکشاپ ورکړل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان جوړونې آمریت، د ځوانانو او رضاکارانو، پېښو او روغتیا ریاستونو، او د ختیځ زون د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د. . .

BACK TO NEWS