د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي او مل پلاوي او د ICRC د نړیوالې کمیټې مشرې او مل پلاوي دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي او د ICRC د نړیوالې کمیټې مشرې آغلې میرجانا سپولجاریک ایګر او مل پلاوي په افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستو په رسولو، د بېوزلو په لاسنیوي، روغتیایي خدماتو، د رواني ناروغانو پر ساتنه او درملنه او یو شمېر نورو موضوعاتو دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د روغتیا او په نورو برخو کې د ICRC د نړیوالې کمیټې د همکارۍ مننه وکړه، د افغانستان پر اوسني وضعیت، ستونزو، اقتصادي ناورین او یو شمېر نورو موضوعاتو یې خبرې وکړې نوموړي وویل "افغاني سرې میاشتې په خپل لګښت د رواني ناروغانو درملنه او ساتنه، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د بې سرپرسته کورنیو ساتنه او پالنه کوي، خو دا چې د یادو وګړو شمېر مخ په ډېریدو دی او د افغاني سرې میاشتې بودیجه ورته کفایت نه کوي؛ نو ځکه اړتیا ده د ICRC نړیواله کمیټه افغاني سرې میاشتې ته په یادو برخو کې د مرستې او جدي همکارۍ لاس ورکړي او له افغانستان سره د مرستو غږ تر نړیوالو مرسته کوونکو ورسوي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ICRC له نړیوالې کمیټې غوښتنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې د هېواد په هغو ولسوالیو کې روغتیایي او نور بشري خدمات پیل کړي، چې تېرو جګړو سختې ځپلي، خو تر اوسه په کې هیڅ ډول بشري او روغتیایي خدمات ندي شوي. ناسته کې د ICRC د نړیوالې کمیټې مشرې په بشري خدماتو کې د افغاني سرې میاشتې پر شفافیت د خوښۍ او تائید تر څنګ ژمنه وکړه، چې د یادو برخو د پرمخ وړلو  او پراختیا لپاره به هڅې کوي او کوښښ به کوي، چې نور مرسته کوونکي بنسټونه هم له افغاني سرې میاشتې سره مرستو ته راوبلي. نوموړې د افغاني سرې میاشتې له لوري په بشري مرستو کې ښځو او ماشومانو ته پر مساوي مرستو خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS