خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
K

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایتي نمایندګۍ رئیس، شیخ الحدیث محمد ولي جان عدالت یار، وویل چې دغو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه درلود او د غیر صحي اوبو د کارونې له امله یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل.

نوموړي زياته کړه، ددې ستونزې د هواري او خلکو ته د پاکو اوبو د رسېدو د زمینې برابرولو لپاره يې یاد اقدام ترسره کړ.

ددې پروژې له مخې، په یادو سیمو کې لس د اوبو ټانکۍ نصب شوې چې هره یوه یې د ۱۰۰۰ لیټره اوبو ظرفیت لري. دغه ټانکۍ به هره ورځ د اوبو ټانکرونو له لارې ډکېږي او کورنۍ به ترې د څښاک او نورو اړینو اړتیاوو لپاره ګټه اخلي.

د دې کار موخه خلکو ته د پاکو اوبو د رسېدو زمینه برابرول، د اوبو د کمښت ستونزه کمول او د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو مخنیوی دی.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې د پروګرامونو له لارې د زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو د ژوند شرایط ښه او روغتیايي ستونزې راکمې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS