خوست ولایت کې د ورښتونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۸:۴۴
خبرونه

خوست ولایت کې د ورښتونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز په ګډون په سپېره او صبریو ولسوالیو کې د ورښتونو له امله له ۳ زیانمنو شویو کورنیو سره ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ د اوبو بوشکې په کې شاملې وې.
همدا راز د یادو کورنیو له جملې له یوې کورنۍ سره چې کور يې په بشپړ ډول تخريب شوى وه، د یوې خېمې مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS